انصار(جمعه، د تله ۷ مه)،اسلامي امارت د سعودي عربستان په جنوبي سرحد کې د بحرین شاهي هېواد پر ځواکونو شوی برید غندلی دی.
له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت له حکومت او د پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي شریکوي او په راتلونکي کې د ورته بریدونو د تکرار د مخنیوي غوښتنه کوي.
په اعلامیه کې راغلي دا ډول کړنې د سولې او ثبات په زیان دي او ټول ښکېل لوري باید د خبرو اترو له لارې د مسائیلو د حل لپاره هڅه وکړي.
د یادونې وړ ده چې دا برید د دوشنبې په ورځ د حوثي یاغیانو د بې پیلوټه الوتکې له لوري ترسره شوی، چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27333